په کابل کې د ماستر پلان پر بنسټ د ښاري ساحو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماستر پلان (د ښار د ډیزاین چار چوب پلان) پر اساس د قواېې مرکز د درې لارې څخه تر دهن باغ پورې ساحه وڅارله.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، د څارنې په بهیر کې، ټیم په دویمه ناحیه کې هغه سیمې وکتلې چې د کابل ښار د ماستر پلان له مخې د لوړ پوړو ودانیو د کارونې لپاره ځانګړې شوې دي.
مولوي عبدالمنان حقاني زیاته کړه، چې د یادې څارنې پر مهال په ټاکل شوې سیمه کې هېڅ ډول ښاري تخلف ونه موندل شو او ټول ساختماني چارې د ماستر پلان له اصولو سره سم روانې وې.
د یادولو وړ ده، چې د کابل ښار د منظم پرمختګ او د ودانیزو چارو د قانوني چوکاټ د پلي کېدو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په دوامداره ډول د ماستر پلان پر بنسټ له ښاري ساحو څارنه کوي.