د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق په اړه غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۱۵
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۰۲/۱۵

د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم معین مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ د د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق او ارزونې په موخه ځانګړې غونډه تر سره شوه.

دغه غونډه چې د یاد ریاست د رئیس، آمرینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه، په پیل کې د مسکن، ساختماني چارو او برنامو د پراختیا محترم معین مولوي ګل زرین صابر د مسکن د پراختیا ریاست د کاري پلانونو د تطبیق پر بهیر خبرې وکړې او د همغږۍ او ټیمي کار پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

محترم معین زیاته کړه چې باید د کارکوونکو له خلاقیتونو، ابتکاراتو او مسلکي ظرفیتونو څخه ګټه واخیستل شي او له هڅو یې ملاتړ وشي.

ورپسې، د مسکن دپراختیا ریاست د وارسی مدیر انجینر محمد حریف سروري د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ملتیا، د ریاست موخې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه تشریح کړل او د کاري پلان په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي سروري وویل چې دا ریاست هڅه کوي د هېوادوالو لپاره د استطاعت وړ مسکن طرحه، پلان او ډیزاین کړي.

د غونډې په پای کې، د مسکن د پراختیا ریاست یو شمېر کارکوونکو خپلې ستونزې او غوښتنې له محترم معین سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت