کاپیسا کې د اداري کمپلیکس د سنګ فرش سړک د عملي چارو پرانسته وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۳۱
کاپیسا

۱۴۴۷ــ ۲ــ ۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، چې په هېواد کې د ښاري ودې او پراختیا مسؤلیت په غاړه لري، دا ځل یې په کاپیسا ولایت کې یوه ستره پرمختایي پروژه رسماً پرانسته.

کاپیسا ولایت کې د اداري کمپلیکس د سنګ فرش سړک د عملي چارو د پرانستې مراسمو کې د دغه ولایت محترم والي قاري احسان الله بریال د ښه راغلاست وینا ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې په بشپړوالي کې به رغنده رول لوبوي او ملاتړ به یې کوي.

ښاغلي والي ولس ته په خطاب کې وویل، دا یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له ادرسه پیلېږي او په وینا یې دغه ولایت کې به د ابادۍ او پرمختیایي چارو پیل لا دوام ومومي.

د پرانستې په دغه مراسمو کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، خوښ دی چې په کاپیسا ولایت کې د ابادۍ د چارو پیل کوي او په خبره یې د دغې پروژې په پلي کېدا کې امارت له (الله) ج پرته بل چاته محتاج نه دی او هر څه له داخلي امکاناتو برابر دي.

ښاغلي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ولس ته ډاډ ورکړ، چې څه یې په وس پوره وي، د خلکو په خدمات کې به یې سرته رسوي.

نوموړي وویل، دوی د شعار نه، بلکې د عمل خلک دي، چې هر څه په عمل کې ثابتوي.

محترم مولوي حقاني، له قراردادي شرکت غوښتنه وکړه، چې چارې په پوره کیفیت او خپل وخت سرته ورسوي او دغه راز یې د کاپیسا ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست مکلف کړ، چې هر وخت یې له چارو څارنه وکړي.

ښاغلي سرپرست وزیر، د خپلو خبرو په دوام وویل، یاده پروژه د پنځه اعشاریه څلور څلوېښت (۵.۴۴) کیلو متره په اوږدوالي (۱۴) سړکونه دي، چې د (۳۰۶) میلیونه افغانیو په ارزښت ترسره کېږي، چې پنځوس سلنه کار یې پخوا ترسره شوی او پاتې پنځوس سلنه کارونه یې اوس پیل شول.

اوسمهال د یاد سړک پروژه د (۸۳) میلیون افغانیو په ارزښت جوړېږي.

ورپسې د قراردادي شرکت مسؤل انجنیر وفا، ژمنه وکړه چې قرارداد شوې چارې به په پوره کیفیت او خپل وخت سرته رسوي او په دغه برخه کې به هېڅ نوع تخلف او جعل نه کوي.

کاپیسا ولایت کې د اداري کمپلیکس د سنګ فرش دغه (۱۴) سړکونه بېلا بېلو برخو ته غځېدلي چې په بشپړېدو به یې د یاد ولایت خلکو ته ګن شمېر اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت