غزني کې د پنځوس بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۹
غزنی

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون له روانو رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، په دغه لیدنه کې د روغتون د داخلي خونو د ترمیم جریان ارزول شو، او د روغتون لپاره د داخلي او خارجي رنګونو مناسب انتخاب هم ترسره شو، تر څو ودانۍ له ظاهري، روغتیایي او روحي پلوه هم یو منظم او مناسبه بڼه ولري.

ښاغلي مولوي متقي وویل،  د قراردادي شرکت مسؤولینو ته واضح هدایت ورکړل شو چې د پروژې ټولې چارې باید د ورکړل شوي قرارداد، نقشې او انجنیري معیارونو مطابق، په ټاکلي وخت او د لوړ کیفیت سره ترسره شي.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار وکړ چې روغتیایي مرکزونه د عامې روغتیا د خدمت رسونې حیاتي بنسټونه دي او هر ډول ساختماني کار باید پکې په دقت، تخنیکي ارزښت او مسؤلیت سره ترسره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۹
Background image

غزني کې د پنځوس بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون له روانو رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS