د تهیه مسکن پروژې له روانو  چارو لیدنه او ارزونه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۳:۴۴
تهیه مسکن

۱۴۴۶/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز، په کابل کې د تهیه مسکن استوګنیزې پروژې د تطبیق له بهیر لیدنه او ارزونه وکړه.

ښاغلي مرستیال محمد اسماعیل فائز، د پروژې د لیدنې په مهال، د روانو ودانیزو  چارو کیفیت، پرمختګ، او پلي کېدونکي میتودونه له نږدې و ارزول.

له ښاغلي مرستیال سره مل پلاوی وایي، د یادې پروژې چارې د تخنیکي معیارونو مطابق، په منظمه توګه روان دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

محترم الحاج محمد اسماعیل فائز، د پروژې د پرمختګ له وضعیت خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې باید د مهالویش له مخې د پروژې بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دغه راز، پلي  کوونکي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د کار کیفیت ته جدي پام وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې دا دي چې یاده پروژه د هېوادوالو لپاره د یوه معیاري، باکیفیته اومناسب استوګنځي په توګه بشپړه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت