هرات ولایت کې د تګ راتګ لارو د پراختیا په اړه طرحه جوړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵۰
هرات

۱۴۴۶/۰۹/۰۱

په هرات ښار کې د تګ راتګ لارو د پراختیا په تړاو جوړه شوې طرحه چې، د هرات ولایت محترم مقام له لوري هم ومنل شوه، په هرات کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست، د هرات ښاروالۍ محترم ریاست او د هرات پوهنتون په هڅو او همکاریو جوړه شوه.

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبداالله اکبري وایي، یاده ستره طرحه د اړوندو تخنیکي او باتجربه متخصصینو له لوري تر هر اړخیزې څېړنې او مطالعاتو وروسته جوړه شوه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، یاده طرحه د راتلونکو دېرش (۳۰) کالونو لپاره جوړه شوه چې، د تائید لپاره به پلازمېنې کابل ته د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته ولېږل شي او له هغې وروسته به عملي شي.

نوموړی زیاتوي، په دغه پلان کې درې حلقوي سړکونه او له (۱۲) زیات نښلونکي سړکونه وړاندیز شوي دي چې، په ټوله کې د ښار په داخل او د دوه ولسوالیو انجیل او ګذره لپاره دوه سوه او پنځه دېرش (۲۳۵) کیلو متره سړک په پام کې نیول شوی دی.

محترم اکبري وویل، سړکونه ځینې یې تر دېرش (۳۰) مترو پلنوالي لري او ځینې هغه یې تر (۱۲۰) مترو پورې پلنوالی په پام کې نیول شوی دی.

ټاکل شوې چې، د دغه پلان او طرحې په تطبیق سره به هرات ښار کې شته د تګ راتګ ستونزې تر یو بریده حل او خلکو ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې 23 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د نیله باغ پروژې د پرمختګونو په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نیله باغ پروژې د چینایي مسؤل ښاغلي لي لونګ سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي لي لونګ د افغان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۴
Background image

په کندهار کې د استناف څارنوالۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندهار ښار د عینومینې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ د ودانۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

BACK TO NEWS