په کندهار ولایت کې د سربند پروژې براورد تر سره شو
۱۴۴۶/۴/۶
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د تخته پل ولسوالۍ د سربند پروژې برارود تر سره شو.
ښاغلي مولوي عبدالمتین وویل، د ا.ا.ا د عاليقدر امیر المؤمنین د عالي مقام د غوښتنې په اساس په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست، ښاروالۍ او د ولایت د مقام د محترمو استازو په شتون کې د دې ریاست د انجنیرانو لخوا د تخته پل ولسوالۍ د سر بند پروژې براورد تر سره شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي تخنیکي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو براورد، د پروژو لپاره د نقشو طرحه او ډیزاین او د پروژو له ودانیزو چارو څارنه کوي، تر څو ټولې ودانیزې چارې په معیار برابرې تر سره شي.
