د ښاري چارو کمیسیون د ښاري نقشو د ویزه کولو په اړه ناسته وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۴:۲۹
picture

۱۴۴۵/۸/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون ناسته وکړه او پر بېلا بېلو اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د حکم پر اساس چې د ښاري چارو کمیسیون ته یې د مسکن د جوړولو د طرزالعمل د لا غني کولو په موخه هدایت کړی و، بحث وشو او نظرونه شریک شول.

په یادې ناسته کې یوې مسلکي کمیټې ته دنده وسپارل شوه، چې د شته طرزالعمل په دقیقه توګه مطالعه کړي، موندنې، کمونې او زیاتونې دې یې په راتلونکې ناسته کې شریکې کړي.

په پای د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، طرزالعمل دې اوسنیو شرایطو ته په کتو غني شي او بیا دې له محترم وزیر صاحب سره شریک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت