د کور او ښار جوړولو وزارت د ۱۴۰۳ کال د کاري پلان پر لومړنیو اقداماتو خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۳۵
picture

۱۴۴۵/۷/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د دې وزارت د ځینو ریاستونو مسؤلینو ناسته وکړه.

په ناسته کې د پالیسۍ او پلان رئیس محترم انجنیر رحمت الله قدیري له لوري د ‍۱۴۰۳ کال لپاره پر نسبتاً جوړ شوي پلان خبرې وکړې او د لازیاتو نظرونو او ښه والي په موخه یې د غونډې ګډونوالو ته تشریح کړ.

د ناستې ګډونوالو په نوبت هر یو خپل نظر او وړاندیز شریک کړ او غوښتنه یې وکړه چې کاري پلان دې د وزارت د پالیسۍ مطابق جوړ شي.

د ناستې په وروستیو کې د پلان د لا اغېزمنتیا او ښه والي په موخه پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ریاستونو ته دې د اړتیاوو درک کولو او معلومولو فورم واستول شي او ضرب الاجل دې ورته تعین شي او دغه راز دې نورو همغږو او همکارو وزارتونو او ادارو څخه دې د هغوی د ۱۴۰۳ کال پر ګډو راتلونکو اقداماتو خبرې وشي.

د ټولو ریاستونو او وزارتونو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته دې دوه کاري کمېټې جوړې، ستونزې، ننګونې، فرصتونه او سرچینې دې تفکیک او لومړیتوبونه دې و ټاکل شي، او بیا دې د وزارت عمومي پالیسۍ ته په کتو منظم او منسجم کاري پلان جوړ او د تائید لپاره دې یې کمېټې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت