د پنجشیر پوهنتون اړوند ځمکه د پراختیایي پلان جوړولو په موخه سروې شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۱:۵۲
picture

۱۴۴۵/۷/۲۱
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وايي، د دې ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم په یاد ولایت کې د لوړوزده کړو وزارت اړوند ځمکه د پوهنتون د اداري او تدریسي تعمیر د رغونې په موخه سروې کړه.
محمد فهیم نورزاد وایي، د لوړو زده کړو وزارت اړوند یاده ځمکه به په معیاري ډول سره و رغول شي او مناسب ځای به د یاد تعمیر لپاره جوړ شي.
دغه راز، په دې ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې ریاست احاطوي دېوال هم د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي ټیم له خوا براورد او د لګښت سنجش یې وشو.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د دولتي ادارو لپاره د تعمیرونو ساختماني نقشې جوړوي، له رغنیزو چارو یې څارنه کوي، تر څو یې چارې په مهندسي اصولو برابرې تر سره شي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت