کونړ ولایت کې د بېلابېلو پروژو له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۴۵
..

۱۴۴۵/۷/۱۱

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نبي الله وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د پوهنې ریاست، کرنې او مالدارۍ ریاست او د دې ولایت د پوهنتون د یو شمیر غنیزو پروژو له چارو څارنه وکړه.

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د پوهنتون د سړکونو، استنادي دېوالونو، پارکونو، د موټرو تم ځای، د پوهنتون داخل کې چمن، او د اوبو د کانالونو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

دغه راز، د کونړ ولایت محترم مقام او د یاد ولایت د پوهنې محترم ریاست په غوښتنه د معارف ریاست اړوند د یونسیف ادارې د واش WASH  پروژې له چارو د یو هیئت په شتون کې څارنه وکړه.

په ورته وخت کې، د کونړولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د تعمیر د برق سیستم، نل ځغلونې، او احاطوي دېوال لپاره د کور اوښ ار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم براورد هم ترسره کړ.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت