د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش او دایمي اوسېدو کمېټې خپل کاري لارښود جوړ کړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۱۸
pic

۱۴۴۵/۰۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د خمکو د وېش او دایمي اوسېدو کمېټې ناسته وکړه، چې خپل کاري لارښوود یې چمتو کړ.

یاد لارښوود، د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون د طرزالعمل د اتم څپرکي د ۲۹ مې مادې د «و» بند د تحقق په موخه جوړ شو، چې له مخې به یې کمېټه خپلې چارې تنظیموي.

د ښارګوټو لپاره د ځمکو تشخیص، د ځمکو تصفیه، پلان جوړول، د دایمي مسکن جوړول، د مهاجرینو تثبیت او د مسکن د وېش څرنګوالی ټول هغه موضوعات وو، چې د دغه لارښوود د جوړولو په مهال پرې هر اړخیز بحث وشو.

دغه کمېټه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کرنې او مالدارۍ وزارت، مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، اوبو رسولو شرکت، د چاپېریال ساتنې اداره او د ښاروالیو عمومي ریاست په غړیتوب جوړه شوې ده، چې فعال خوځښت یې پیل کړی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت