د کوراوښار جوړولو وزارت سرپرست له ښاریانو سره د ستونزو د حل په موخه وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۰:۳۶
picture

12/05/1444

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.

په دې کتنه کې ښاریانو د خپلو سیمو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د کور او ښار جوړولو وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د دغه وزارت د فعالیتونو په برخه کې د شته ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د ښاریانو د ستونزو پر حل باندې ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه وزارت هوډ لري چې په خپلو برخو کې د خلکو ننګونو او ستونزو ته رسیدګي وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت