هغه پروژې چې چارې یې سل، سلنه بشپړې شوې وي تخنیکي، مالي او تدارکاتي اسناد یې څیړل کیږي
۱۴۴۴/۰۴/۱۸
د کور اوښار جوړولو محترم سرپرست زیر مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د تفتیش عالي اداري د عامه پروژو د ریاست د مسؤلینو سره ولیدل.
د تفتیش د عالي ادارې د عامه پروژو د ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو په اړه معلومات ور کړل او زیاته یې کړه د تفتیش عالي اداره یوه له غوره ادارو څخه ده چې تفتیش په مسؤلانه، بې پرې، خپلواک او د تفتیش ادارې د قوانینو په نظر کې نیولو سره تر سره کوي.
د تفتیش عالي ادارې د عامه پروژو د ریاست مسولینو وویل چې دوی د هغو پروژو چې کارونه سل سلنه بشپړ شوي د مالي، تدارکاتي، پالیسي او پلان شوي تفتیش کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د عامه پروژو او نورو پروژو د تفتیش د عالي ادارې لخوا د تفتیش ملاتړ وکړ او وې ویل چې دوی د تفتیش د عالي ادارې سره به پوره همکار اوسي.
