د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست دکابل ښاروال سره ولیدل

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۲:۱۰
انځور

۱۴۴۴/۳/۹

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کابل له ښاروال محترم مولوي عبدالرشید او ور سره مل پلاوي سره وکتل او د دواړو ادارو او  ښاري مسایلو اړوند یې نظرونه تبادله کړل.

په دې ناسته کې د هستوګنیزو کورونو د برسۍ، ښار ګوټو او ښاري درغليو په مخنیوي باندې بحث او نظرونه تبادله شول.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، چې د غیرې قانوني ښارګوټو، د ښاري تخلفاتو او د غیرې قانونی ښاري ودانیو دمخنیوي لپاره باید څو پرلپسې ناستې وشي، تر څو د تصریح شوو قوانینو په چوکاټ کې ستونزو ته د حل لار پیدا او ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې دواړو نهادونو قوانین مطالعه شي او کومې تشې چئ پکې وي ډکې او ستونزې  یې حل شي.

په دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د ستونزو د حل په موخه باید د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالۍ لخوا یوه تخنیکي او حقوقي کمیټه جوړه شي او ښاري ستونزې هر اړخیزې وڅیړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت