د قبالو ورکړې برخه کې شته ستونزې حل کېږي

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۱۳:۳۴
qabala

۱۴۴۳/۱۱/۱۰

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ د خواج رواش ښارګوټي د بلاکونو تخنیکي ټیم ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د قسطونو راټولولو او قبالې ورکړې برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې چې هر لوري خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د کمیټې ګډونوالو پر هغه لارو چارو بحث وکړ چې له مخې یې وکولی شي د قسطونو په راټولولو او د قبالو په ورکړې کې اسانتیاوې رامنځته کېږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د ټولو له نظریاتو اورېدو وروسته وویل، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري به د اصولو او قوانینو په رڼا کې له خپلو مشترکینو ملاتړ وکړي چې وکولی شي ناتمامه پروژې بشپړې کړي.

نوموړي اړوندو مسؤلینو ته دنده وسپارله، چې په ټولو برخو کې شته ستونزې په ګوته او د قانوني او اصولي حل لارو په موندلو سره یې ترتیب او مالي او اداري معینیت ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت