د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ودانیزو چارو لا پرمختګ او غوره والي په موخه څو بېلا بېلې تګلارې او لارښوونې چمتو او ترتیب کړې

it_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۱:۱
f

له تحول او د سرپرست وزیر په توګه د ښاغلي مولوي حمد الله نعماني له ګمارنې وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څو بېلا بېلې مقررې، لارښوونې، او تګلارې چموتو او ترتیب کړې چې له امله به یې د تعمیرونو جوړول او ټولې ودانیزې چارې معیاري شي.
په دغه برخه کې د کانکریټي ودانیو، په ودانیو کې د نل غځونې، د ترافیکو ساتنه او څارنه، په ښوونځیو کې د خوندیتوب اساسي او اصولي طرحې، په ودانیو کې د حرارتي او رطوبتي عایق، د تعمیرونو د اوبو ذخیره کولو لپاره د مناسبو پمپونو غوره کولو، او د ښارګوټو او تعمیرونو د داخلي فوارو لپاره لارښوونې ترتیب شوي دي.
دغه راز د ودانیو د معیاري او ستنډرډ کولو لپاره تګلاره برابره شوې لکه د ودانیو تودوخه او تسخین، د ښاري فاضله اوبو د تصفیې سیستم، د پري فابریکیت ساختمانونو طرح او پلې کول، په بېلا بېلو موسمونو کې د ودانیو جوړولو په مهال د کانکریت اچول او له تونلي قالبونو څخه د سالمې ګټې اخیستنې تګلارې جوړې شوې دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمن دی چې په هېواد کې ټولې جوړېدونکې ودانۍ او ښارګوټي معیاري، ستنډرډ او په نړیوالو اصولو برابر شي، چې په دغه برخه کې شپه او ورځ هڅې کوي او غواړي هېوادوالو ته مناسب خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت