د پېروزي ښارګوټي پروژه د پلې کېدو په حال کې ده.

it_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۸ - ۱۳:۴۱
j

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او ورسره هيات د سیمې د وضعیت د ارزونې، خنډونو او ستونزو د لیرې کولو او د کار د چټکتیا په موخه له یادې پروژې څخه د کار بهير لیدنه وکړه.

ياد پروژه د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د کم عايد لرونکو او بې وزلو خلکو لپاره د سرپناه د جوړولو په موخه پلې کېږي.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست د پېروزي ښارګوټي پروژه یوه له مهمو انکشافي پروژو وبلله او پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ.

نوموړي د لیدنې پر مهال د پروژې مسوولینو ته د کار د چټکتیا او د چارو د لا ښه پرمختګ او سمبالښت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د پيروزي د استوګنې د پروژې مسوولين هم وايي، چې دا پروژه به مثبتې پايلې ولري، لکه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، په کابل کې د نفوسو د تراکم په راکمولو، د سالم چاپيريال په ښه والي او د کورونو د بيو په کمولو کې به مهم رول ولوبوي.

د پيروزي پروژه په هیواد کې د عامه ګټو یوازینۍ پروژه ده، چې په شپږو جلا پړاوونو وېشل شوې او په دې کې ۹۱۳۰ د استوګنې ځمکې او ۴۴۹ سوداګریز او د استوګنې بلاکونه، تفریحي پارکونه، مذهبي ځایونه، شنې ساحې، صنعتي پارکونه او نور ښاري خدمات شامل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت