جلال اباد کې څه باندې زر قطعې د  ملکیت سندونه وویشل شول

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۰:۵۷
 جلال آباد

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت په دوام، په جلال اباد ښار کې تر دې دمه یو زر او ۵۳۰ قطعې د ملکیت سندونه ویشلي دي.

د غیر رسمي او غیري پلاني کورونو ثبت په دوام له تېرو دوو کالونو را په دې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد،کندهار، فراه، بامیان او نیلی ښارونو او په میربچه کوټ، بلخ، انجیل او سپین بولدک ولسوالیو کې څه باندې ۹۱۴ زره او ۸۵۳ کورونه ثبت شوي او همداراز ۵ زره قطعې د ملکیت سندونه ویشلو ته چمتو دي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۶:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو چارې وارزولې

۱۴۴۸/۵/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو د کار بهیر وارزوه.

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ۲۳ فرعي سړکونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د هرات ولایت د زیرکوه ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۶

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د زیرکوه ولسوالۍ د روغتیايي مرکز اړوند د روغتیایي مرکز ودانۍ د جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.

د پروژې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۲۱
Background image

د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت