په زابل کې څه باندې ۲۸۲ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۸:۴۶
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د زابل ولایت اړوند سیمو په ۱۹۱ قطعو کې  ۲۸۲زره او ۸۴۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۷۷۷۵۱ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۵۰۹۶ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د استوګنې په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین، محترم مولوي گل‌زرین صابر، د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ (اچ ار ال) له مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۴۸
Background image

هرات کې د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او د سولري سیستم د نصب ساحې د معلومولو سروې ترسره شوه

1447/02/19

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اداري کمپلکس په اړوند، د برېښنا لګښتونو د ارزونې او د سولري سیستم. . .

BACK TO NEWS