په کندز کې څه باندې ۲۳۵ جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۹:۴۲
کندز

ښار جوړولو او خمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د کندز ولایت اړوندو سېمو  ۳۱۶ قطعو کې ۲۳۵۴۷۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه  ثبت او سروې کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۲۳۱۳۴ سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۱۲۳۴۲جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او  بیلا بیلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۶:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو چارې وارزولې

۱۴۴۸/۵/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار د بنسټیزو پروژو د کار بهیر وارزوه.

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د ۲۳ فرعي سړکونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د هرات ولایت د زیرکوه ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۶

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د زیرکوه ولسوالۍ د روغتیايي مرکز اړوند د روغتیایي مرکز ودانۍ د جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.

د پروژې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۲۱
Background image

د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ د برېښنا د څانګې د اداري ودانۍ د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت