دایکندي کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۸:۵۶
دایکندی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت مقام مېلمستون ودانۍ رغنیزې چارې ۸۵ سلنه او د دې ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د شهرستان ښوونځي رغنیزې چارې ۷۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د دایکندي د ولایت مقام مېلمستون په ۳۳۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۶ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د شهرستان ښوونځی په ۴۲۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د ویلو ده چې د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کار لومړیتوب دی او دا وزارت په پام کې لري د خصوصي سکټور په همکارۍ د ولایاتو په کچه د ښوونځیو جوړولو لړۍ لا ګړندۍ کړي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۴۸
Background image

هرات کې د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او د سولري سیستم د نصب ساحې د معلومولو سروې ترسره شوه

1447/02/19

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اداري کمپلکس په اړوند، د برېښنا لګښتونو د ارزونې او د سولري سیستم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۲۷
Background image

میدان وردګ کې د صنعتي پارک د ریزرف ساحې توپوګرافي سروې تر سره شوه

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس انجنیر حافظ محمد یوسف لظیف وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم لخوا د میدان وردګ ولایت د صنعتي پارک د ریزرف ساحې. . .

BACK TO NEWS