کاپیسا کې د درې ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۸:۰
کاپیسا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کاپیسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د معدن انسټیټوټ د احاطې دیوال، د دې ولسوالۍ په کوریتاز کلي کې د ۳۴۰ کیسز جومات او همداراز د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ په قلعه غني کلي کې د ورزشي سټډیوم رغنیزې چارې تر کار لاندې لري.

د معدن انسټیټیوټ د احاطې دیوال په ۶ زره جریبه ځمکه کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، په کوریتار کلي کې ۳۴۰ کسیز جومات په ۶ زره جریبه ځمکه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت او د قلعه غني کلي ورزشي سټډیوم په ۲۷۲۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.

د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره له دولتي اراضۍ ګټوره او معقوله استفاده د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یو مهم کاري لومړیتوب دی او دا وزارت د حکومت پراختیايي او اقتصادي پلانونو او پالیسو د تطبیق په برخه کې جدي او عملي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت