په بلخ ولایت کې ۲۷۰۴۵۱ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۰:۱۶
بلخ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په بلخ ولایت کې ۲۷۰۴۵۱ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۱۵۲ قطعو کې چې ۲۶۳۷۹۰ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۶۶۶۱ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان او لویو زیربنايي پروژو په اړه د افغانستان او ازبکستان د پلاوو تر منځ په کور او ښار جوړولو وزارت کې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره یوځای، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳۳
Background image

د میوند واټ د پوست‌خانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت