د سرپل ولايتي شورا اداري ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۶
سرپل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د سرپل ولايتي شورا اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۷۱۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول چې ۸ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يوه انتظار خونه، د ډوډۍ خوړلو يوه خونه، يو پخلن‌ځای او ۹ بابه تشنابونه لري، د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۸ ميلیونه افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د ټول‌ګټو تاسيساتو په جوړولو او د زيربنايي پروژو په تطبيق سره هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې سيمه‌ييزه حکومتولي پياوړې کړي چې له لارې به يې خلکو ته اساسي خدمات وړاندې شي.   

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار په محمدیه ښارګوټي کې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریتونو د دوامداره نظارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۲:۸
Background image

په کابل کې د نیمه ‌کاره ودانیو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت