د کابل حلقوي سرک او د کابل – لوګر دویم سرک جوړونې پروژو په تړاو د همغږۍ غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۹:۳۰
 د کابل – لوګر دویم سرک

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار په مشرۍ د کابل حلقوي سرک او د کابل – لوګر دویم سرک جوړونې پروژو د مالکیت حق تثبیت او بیې ایښودنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د کابل والي محترم محمد یعقوب حیدري، د ټرانسپورټ وزارت تخنیکي معین محترم حامد علمي، محترم صدرالدین تاجک د کابل ښاروالي معین او یو شمېر نورو چارواکیو ګډون درلود.

په لومړي سر کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر یاده کړه چې یادې پروژې د جلالتمآب جمهور رئیس له لومړیتوبونو څخه دي او اوس یې چارې په چټکۍ روانې دي.

وروسته د کابل والي، د ټرانسپورټ وزارت معین، په سیمه کې د مالکیت حق تثبیت کاري ډلو او د پروژو مسوولانو د خپلو کارکړنو ررپور وړاندې کړ.

د غونډې په لړ کې محترم محمد جواد پیکار د کابل – لوګر دویم سرک په اړه وویل، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دې پروژې د لومړي فاز د مالکیت تثبیت او بیې ایښودنې چارې بشپړې کړي او له ښاروالۍ یې وغوښتل چې په دې فاز کې له ۷ کیلومترو څخه د پاتې ۳٫۵ کیلومتر استملاک چارې هم په لنډ وخت کې پای ته ورسوي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې په دویم فاز کې چې ټول‌ټال ۱۰٫۴ کیلومټره اوږدوالی لري، د ارزښت موندنې او بیې ایښودنې په پروسه کې د معیارونو په نظر کې نیولو سره دې له پوره دقت څخه کار واخلي.

نوموړي دغه راز د چارو ژر تر سره کېدو په پار اړوندو برخو ته دنده وسپارله چې د بیې ایښودنې ژر تر سره کېدو لپاره دې د یوې بلې کاري ډلې د ګومارلو تر څنګ، خپل پلان هم چمتو کړي.

محترم محمد جواد پیکار په ورته وخت کې د کابل حلقوي سرک په اړه زیاته کړه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۲۲ کیلومټره په اوږدو د لومړي فاز د مالکیت حق تثبیت، ارزښت موندنې او بیې ايښودنې چارې بشپړې کړي او اوس اړتیا ده چې دا پروژه داوطلبۍ ته وسپارل شي.

دغه راز د غونډې د ګډونوالو هوکړې سره سم پرېکړه وشوه چې د استملاک قانون د احکامو په رڼا کې د پاتې فازونو د مالکیت حق تثبیت او استملاک چارې دې د کابل ښاروالي له‌خوا تر سره شي او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چمتو دی چې په هر پړاو کې ورسره مرسته وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا راز لارښوونه وکړه چې په پاتې دریو فازونو کې د چارو ښه سمبالتیا او کره ډیزاین په پار اړتیا ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د استازو په ګډون د همغږۍ کمېسیون رامنځ‌ته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت