77 ترکي ساختماني شرکت د ځمکې غوښتنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۰:۱۲
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د 77 ساختماني ترکي شرکت له مرستیال بُراق اُنسال سره وکتل.

لومړی، د 77 ترکي ساختماني شرکت مرستیال بُراق اُنسال په بېلا بېلو ولایتونو کې د خپل شرکت د تولیداتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په ځانګړې توګه یې د لویو پلونو او پایو برخه کې د تولیدي فابریکي فعالیتونه بیان کړل چې د کابل په صنایع سبز ښارګوټي کې فعالیت کوي.

نومړي وویل، د لویو پلونو تولید د انجنیرۍ معیارونو او کیفیت له پلوه پراخ ځای ته اړتیا لري، تر څو په کې د (۲۸) ورځو لپاره سالم کېښودل شي.

اُنسال وویل، دا چې د یادو پلونو د تولید فابریکې ساحه نسبتاً کمه ده، نو په خبره یې اړتیا ده چې د څنګ ځمکه هم په اختیار کې ورکړل شي، تر څو تولید شوي پلونه د زیاتې مودې لپاره هلته ځای په ځای کړي.

دوی په دغه برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د همکارئ غوښتنه وکړه، چې په یاده ځمکه کې د فعالیت کولو اجازه ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د صنایع سبز صنعتي ښارګوتي ځمکه له حقوقي او تخنیکي پلوه ستونزې لري چې وزارت یې د حل کولو په لټه کې دی.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د 77 ساختماني شرکت مرستیال او راغلي پلاوي ته وویل، کولای شي د پېروزي ښارګوټي په ختیځه برخه کې نوره ځمکه ورکړي، چې دوی په کې فعالیت پیل کړي.

د نوموړي په خبره، بله لاره یې دا ده چې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي په پلان کې تعدیلات رامنځته شي، خو داسې چې په یاده ساحه کې شنې ساحې، ریل پټلۍ او د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي هستوګنیزه ساحه زیانمنه نه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د تولیدي او صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره منظم ښارګوټي جوړوي چې د نورو اړوندو ادارو په همغږۍ او همکارۍ یې چارې پر مخ وړل کېږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS