کاپيسا کې له ۵۹ زره جريبو زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۰:۵۷
کاپيسا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې تر اوسه په کاپيسا ولايت کې ۵۹ زره ۷۹۵ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۱۷۵ قطعو کې ۵۵۳۵۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۲۷۱ قطعو کې ۴۴۴۳ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ټولو ولايتونو کې په ۵۷۳۲ قطعو کې ۵ ميليونه ۱۱۲ زره او ۳۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ چټکه شوې؛ څه باندې لس زره نمرې وېشل شوي

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د راستنېدونکو مهاجرو کورنیو لپاره د منظم او باعزته ژوند د برابرولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

دې برخه کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت