کاپيسا کې د کاسا زر پروژې د تطبيق لپاره له ديرشو د زياتو برېښنايي پايو د نصب ځايونو د مالکيت حق تثبيت وشو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۲:۳۸
کاپيسا

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تازه ډول په کاپيسا ولايت کې د کاسا زر پروژې د برېښنايي پايو لپاره د ۳۸ نصب ځايونو د مالکيت حق تثبيت کړ.

له دې ډلې څخه ۲۴ پايې په دولتي او ۱۴ پايې په شخصي ځمکو کې لګيږي چې د کاپيسا ولايت په پفدم، سنجن، ګراو موري او بولغين قريو کې موقعيت لري.

کاسا زر د وارداتي برېښنا له پروژو څخه ده چې د مالکيت حق د تثبيت او د بيې اېښودنې مسووليت يې د برېښنا رياست په همکارۍ ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته سپارل شوی.

د کاسا زر پروژه د نړيوال بانک په مالي مرسته د قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳۰۰ ميګاواټه برېښنا؛ افغانستان او پاکستان ته لېږدوي. له دې ډلې څخه به ۳۰۰ ميګاواټه برېښنا ميدان وردګ، غزني، زابل، لوګر او ګرديز ښار ته وغځيږي او ۱۰۰۰ ميګاواټه نوره به يې پاکستان ته انتقال شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت