ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د اروپایي اتحادیې له سفیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۷:۴۴
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په کابل کې د اروپایي اتحادیې له سفیر ښاغلی پیري میادون سره وکتل او پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وکړې.

په سر کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی له افغانستان دولت سره په اقتصادي او پرمختیایي برخو کې د اروپایي اتحادیې له بېدریغه همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اروپایي اتحادیه په هېواد کې د ټولګټو پروژو په تطبیق کې رغنده رول لوبولی.

په همدې ترتیب، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بې ځایه شویو کډوالو او راستنېدونکو د مېشتېدنې په برخه کې د شورا پروګرام هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته او د شورا پروګرام په تخنیکي همکارۍ یاد وزارت په کابل او هرات ولایتونو کې د مهاجرینو د دوه ښارګوټو د جوړولو چارې پیل کړي چې له دې سره به ګڼ شمېر هیوادوالو ته د استوګنې زمینه برابره شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر وویل چې د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم په یو شمېر ولایتونو کې د نوي کور او ښارګوټي جوړول په پام کې دي او دا وزارت هڅه کوي د جمهور رئیس د لارښوونې په رڼا کې د ښارګوټو زیربنایی چارې په اساسي توګه تنظیم او د تمویلوونکو او اړونده ادارو په مرسته ساختماني چارې هم پیل کړي. 

په همدې توګه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیالانو هر یو محترم روښان ولسمل او محترم عزیز احمد ګلستانی د ټولګټو پروژو په تطبیق کې د اروپايي اتحادیې نقش مهم وباله او زیاته یې کړه چې یاد وزارت د شورا پروګرام د ښه تطبیق لپاره چې پایله یې د بې ځایه شویو کډوالو او راستنېدونکو لپاره د استوګنې زمینه برابره ول دي هر راز همکاري ته چمتو ده.

ورپسې، په کابل کې د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلی پیري میادون شورا پروګرام سره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له هر اړخیزه همکارۍ مننه وکړه او د دې وزارت نقش یې د مهاجرینو د ښارګوټو په جوړونې او د دوی د استوګنې په برخه کې خورا مهم وباله. ښاغلی پیري میادون زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه په جینوا کنفرانس کې د افغانستان جمهوري دولت د لومړیتوبونو پر اساس به خپل تعهدات تجدید کړي.

همداراز هغه وویل چې د اروپایي اتحادیې په مالي مرسته په پام کې ده چې اوه کلن پروګرام (۲۰۲۰ تر ۲۰۲۷) رامنځته شي او ټینګار یې وکړ چې د نوي کورونو او ښارګوټو د جوړونې په برخه کې به د منابعو په بسیج کې خپلې هڅې ګړندی کړي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

BACK TO NEWS