ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د پکتیا له والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۳:۸
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د پکتیا له والي محترم محمد حلیم فدایي سره وکتل او په پکتیا ولایت کې د پراختیایي او ټولګټو پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په سر کې، د پکتیا والي په یاد ولایت کې د ښاري پراختیا او د ځمکوالۍ چارو تنظیم په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې په دې ولایت کې اقتصادي ودې او ټولنیزې هوساینې لپاره ډېر کار ته اړتیا شته. محترم محمد حلیم فدایي له ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه وغوښتل ترڅو د ټولګټو پروژو په تطبیق کې یاد ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی وویل چې د دولتي ځمکو د سمې استفادې له لارې هڅه کوو ټولګټو پروژو تطبیق ته زمینه برابره شي. محترم محمود کرزی پکتیا ولایت یې د دې وزارت لپاره یو له مهمو ولایتونو وباله او زیاته یې کړه چې په ګډ کار سره د دې ولایت د اقتصادي ودې او ټولنیزې هوساینې لپاره اړین اقدامات ترسره کیدای شي.

محترم محمود کرزی، د ښاري انکشاف او ښارګوټو د جوړونې لپاره د پکتیا له والي وغوښتل ترڅو مشخص وړاندیزونه دې ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته واستوي او دا وزارت د ولایت د وړاندیزونو سره سم هر راز همکاري ته چمتو دی.

همدارنګه، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د پکتیا له والي وغوښتل پانګوال وهڅوي ترڅو په یاد ولایت کې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره اړین فرصتونه برابر شي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۲
Background image

د نوي کابل ښار په زړه کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر چتر لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت