څلورو ادارو ته د ۱۳ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستنې حق ولیږدول شو

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۸:۴۰
پایتخت

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کابل ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د جومات رغولو په موخه د (۵،۵) جریبه دولتي ځمکې د استفادې حق د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته، د کنړ ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د پيښو سره د مبارزې ادارې ودانۍ رغولو په موخه د ۲ جریبه دولتي ځمکې د استفادې حق پیښو سره د مبارزې ادارې ته، د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ۳۴۰ کیلو واټه لمریزې برښنا د تاسیساتو رغولو په موخه د ۵ جریبه دولتي ځمکې د استفادې حق د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ته او د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د راډیو اکتیو موادو د زیرمې رغولو په موخه د ۱ جریبه دولتي ځمکې د استفادې حق د اټومي انرژۍ ادارې ته ولیږدوو.

دا وزارت د دولتي ځمکو څخه د مناسبي ګټې اخیستنې او د ټولګټو پروژو رغولو په موخه نورو دولتي ادارو ته د دولتي ځمکو د ګټې اخیستنې حق لیږدوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت