پکتیکا کې د درې تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۵:۱۷
پکتیکا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د بي بي عایشې او عمري ښوونځي او همداراز د دې ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د نوراني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړوي.

د بي بي عایشې ښوونځی په ۷۱۳ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲۳ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړېږي.

د عمري ښوونځی په ۷۱۳ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲۳ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د نوراني ښوونځی په ۷۲۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۸ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د براختیايي بودیجې څخه د جوړېدو په حال کې دي.

د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی او ټاکل شوې دا وزارت د هېواد په کچه د خصوصي سکټور په همکارۍ د مخکې جوړو شویو ښوونځیو چارې پر مخ یوسي او دا لړۍ لا ګړندۍ کړي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون لومړنۍ غونډه ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون خپله لومړنۍ غونډه د کور جوړولووزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائزپه. . .

BACK TO NEWS