پکتیکا کې د تېلو دوه پمپ سټېشنونه جوړېږي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۴۸
picture

1445/8/28

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وايي، د دغه ولایت په یحی خېلو او جاني خېلو ولسوالیو کې د تیلو د دوه پمپ سټېشنونو سکیچ او کروکي وشوه.

ښاغلی سیف الجهاد وایي، د ریاست تخنیکي ټیم یې په یحیی خېلو او جاني خېلو ولسواليو کې د تېلو د دوه پمپ سټېشن جوړولو په موخه د ځمکې سروې، سکیچ او کروکي وکړه.

نوموړي زیاته کړه، په یحی خېلو کې ولسوالۍ کې د مرجان د دریا خان د زوی د تېلو د پمپ سټېشن سروې او کروکي وشوه او په جاني خېلو ولسوالۍ کې بیا د محمد یاسین د محمد اسماعیل د زوی د تېلو د پمپ سټېشن سروې، کروکي او سکیچ ترسره شو.

د کور اوښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په ټولو ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو جوړولو لپاره د ځمکو سروې، کروکي او سکیچ کوي، تر څو په د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونه په معیار او اصولي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت