پکتیکا ولایت کې د څلور سوه زرو زیات عواید را ټول شول

۱۴۴۴/۰۲/۰۹
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پکتیکا ریاست تر اوسه ۴۷۲ زره او ۸۰۰ افغانۍ د حق الاجارې له درکه را ټول کړي دي.
یادشوي عواید د دولتي ځمکو د حق الاجارې، کدستري خدماتو، کدستري معلوماتو او د مخابراتي آنتنونو او دغه راز د تېرو کلونو د باقیداریو څخه په مرکز او ولسوالیو کې را ټول کړي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته د ۱۰ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ د ځمکو د حق الاجارې او دولتي املاکو څخه را ټولې کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.