په کندهار کې څه باندې ۴۱۸ جریبه څړځایونه سروې شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۹:۲۰
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروسې د پلي کېدو پر مهال د کندهار ولایت اړوند سیمو په ۳۶ قطعو کې ۴۱۸ زره او ۲۷۹ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې او ثبت له پیله تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ مېلیونه ۶۵ زره او ۷۰۱ جریبه څړځایونو سروې ثبت کړي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروژې د پلي کېدو له لارې د افغانانو ملي شتمنۍ په توګه له عامه او خاصه څړځایونو معقولې او موثرې استفادې ته زمینه برابره کړې، څو د مناسبو شرایطو په مساعدولو سره ځان بسیاینې او اقتصادي او مالدارۍ ودې له لارې د خلکو په ژوند کې بنسټیز تغیرات رامنځ‌ته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت