په کندهار کې د پيښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۱/۱۵
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سعید وویل، په دې پروژه کې بې کیفیته سیخ کار شوي و، د کانکریټ اچونې وایبریشن سم نه و او د تهدابونو تر سیخانو لاندې برخه کې ډبرې کار شوې وې، چې د دې ریاست د انجنیرانو لخوا د دې پروژې چارې و څنډول شوې.
د نوموړي په خبره، د قراراداي شرکت له مسؤلینوسره خبرې وشوې، ستونزې ورپه ګوته شوې او د ستونزو د حل لپاره قراردادي شرکت ژمنه وکړه، چې ټولې چارې به د نقشې او شرطياڼې مطابق تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق تر سره شي.