په کندهار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۳:۳۳
کندهار

۱۴۴۶/۸/۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښار ګوټي له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

ښاغلي مولوي عبدالمتین وویل، په دې پروژه کې د ویالو او پلچکونو د سنګکارۍ او په ځینو برخو کې د سیخ بندۍ چارې روانې وې، چې ارزونه یې تر سره شوه.

د نوموړي په خبره، د خونو، د تشنابونو، د اوبو د برمو، د رنګمالۍ او د نورو برخو کار بشپړ شوي و او د سړک د جغل اچونې چارې هم (۹۰) سلنه بشپړې شوې وې.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار بابرې تر سره شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې 12 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۵۸
Background image

بامیان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی پرانیستل شو

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، او د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د بامیان ولایت محترم والي مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسور ولسوالۍ د جامع مسجد شریف د له ودانیزو چار څارنه او. . .

BACK TO NEWS