په کابل کې څه باندې ۲۹۰۰ د ملکیت سندونه ووېشل شول

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۹:۴۳
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې له لارې د پلازمینې کابل ښار شپاړسمې ناحیې مستحقو ښاریانو ته ۲۹۵۳ د ملکیت سندونه ووېشل.

د یادولو وړ ده چې د شپاړسمې ناحیې د غیر رسمي ښاري کورونو د سروې او ثبت چارې پای ته رسېدلي او هېوادوالو ته د ملکیت سند د وېش لړۍ هم پیل شوې ده.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د برنامې په پلي کېدو سره په کابل کې؛ ۴۹۹ زره او ۵۱۴ کورونه په ۲۲مه ناحیه کې سروې او ثبت کړي او تر دې دمه یې مستحقینو ته ۱۴۸۹۴ د ملکیت سندونه هم وېشلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت