په پروان کې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټه بریښنا پروژې په مسیر کې د ملکیتونو استملاک او د مالکیت حق تثبیت چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴۹
 پروان

 ښارجوړولو او ځمکو وزارت په پروان ولایت کې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټه بریښنا د ۱۷۵ ستنو د نصب لپاره د مالکیت حق تثبیت چارې او د استملاک په موخه د قمیت ګذارۍ چارې پایته ورسولې.

له دې رقم څخه، ۱۵۲ ستنې په دولتي ځمکه کې او پاتې ۲۳ نور یې د خلکو په شخصي ځمکو کې تثبیت شوي دي. د ۱۷۵ ستنو د نصب مسیر د سالنګ ولسوالۍ څخه د پروان ولایت تر خلازائي سیمې پورې دی. د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا پروژې له تطبیق سره چې د اسیا پراختیايي بانک د ۶۰ میلیون ډالرو په مرسته سر ته رسیږي جوزجان، بلخ، بغلان، کابل، لوګر، ننګرهار، کنر، غزنى، ميدان وردک او قندهار ولایتونه به د بریښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۲۵
Background image

جوزجان ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په یو شمېر ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳۰
Background image

فراه ولایت کې راستنو شوو مهاجرو کورنیو باندې استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له حکم سره سم په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت