په لوګر ولایت کې د ساختماني پروژو له چارو په دوامداره توګه څارنه کېږي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۹:۱۹
sdfg

۱۴۴۳/۱۰/۱۱

په لوګر ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې له (۱۲) ودانیزو پروژو څخه په دوامداره توګه لیدنه او څارنه کوي.

د لوګر د ښار جوړولو او ځمکو ریاست وایي، په تېر کال کې د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې د کرکټ لوبې یو لوبغالي جوړښت، محمد آغه ولسوالۍ کې د اصحاب بابا ښارګوټي کې د (۵۰۰) کسیز جامع جومات، د همدې ولسوالۍ سپین جومات، د ازرې ولسوالۍ د امروت مسجد، د ازرې ولسوالۍ د منګلو سیمه ییز کلینیک، د بره کي برک ولسوالۍ عیدګاه مسجد، په مرکز پل علم کې د المنور جومات، په عمر اباد کلي کې د محمد اکبر ستانکزي جامع جومات، په مرکز پل علم کې د څارنوالۍ ریاست اداري ودانۍ، د ازرې ولسوالۍ لس ټولګیزه دیني مدرسه او یو شمېر نورې هغه پروژې چې په لوګر ولایت کې پلې شوي، ترې څارنه او پالنه شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اړوندو پروژو او تاسیساتو څخه د نقشو مطابق او د قبول شوو ځانګړتیاوو سربېره د ودانیو معیاري او اساسي جوړښتونو ته په کتو لیدنه او څارنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت