په فاریاب کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۵
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه و کړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، یاد مسجد شریف د عامې روغتیا ریاست اړوند دی، چې دمګړۍ یې د سنګکارۍ او د کارنکریټ اچونې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.