په دایکنډي کې څه باندې ۱۳۲ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۰:۸
دایکنډي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې  دولتي ځمکو  بانک  برنامې د پلې کېدو پر مهال د دایکنډی ولایت  اړوندو سېمو کې په ۲۶۱ قطعو کې ۱۳۲۹۸۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر حخه، ۱۳۱۱۷۲ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتي ۱۸۰۸ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت