په جوزجان ولایت کې د مخابراتو ریاست اړوند د مدرسې د جوړولو له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۰
جوزجان

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجینرانو د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ خانې په ساحه کې د جوړېدونکې مدرسې له روانو ساختماني چارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د سپلونو او رینګونو د کیندنې او تطبیق روان بهیر وارزول شو او د چارو د کیفیت، پرمختګ او معیاري تطبیق څخه نږدې څارنه ترسره شوه.

د پروژې د معیاري او اغېزمن تطبیق په موخه د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د مدرسې د جوړولو ټولې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو د اټکل، تدارکاتي شرطنامې او نافذه انجینري معیارونو له مخې پلې کړي.

همداراز، د کور او ښار جوړولو ریاست د څارنې مسؤلو انجینرانو د پروژې د کیفیت لوړولو او غوره تطبیق په موخه یو شمېر تخنیکي نظریات او سپارښتنې وړاندې کړې، ترڅو د ودانیزو چارو بهیر په معیاري او ټاکلي مهالویش سره بشپړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت