په جوزجان ولایت کې د روغتتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۹:۴۰
jozjan

۱۴۴۶/۳/۲۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست د انجنیرۍ ټیم په ملتیا یې په قوش تپې ولسوالۍ کې روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي ملا عبدالله فیضان وویل، د قوش تپې ولسوالۍ د ګردن کلې د روغتیایې کلینیک له ودانیزو چارو یې څارنه وکړه، چې د دې کلینیک د پایو د رینګونو د کانکریټ اچونې، د احاطوي دیوال خشتکاري او د تعمیر د داخلې برخې ډکولو چارې روانې وې چې د تخنیکي ټيم په ملتیا یې څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې لازمې سپارښتنې وکړې تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کیږي، تر څو پروژې په معیار برابرې سرته و رسیږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په تالقان ښار کې د غیرقانوني ودانیو د ودانیزو چارو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تالقان ښار په بېلابېلو ناحیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت