په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۷
د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې پیل کړه.
یاده سروې د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په کارولو ترسره کېږي، چې موخه یې د سیمې منظم تنظیم، د ښاري زیربناوو پراختیا او اوسېدونکو ته د معیاري ښاري خدمتونو او اسانتیاوو برابرول دي.
د مسؤلینو په وینا، دغه سروې د اسلامي امارت د رهبرۍ د شلمې ګڼې فرمان د تطبیق په چوکاټ کې ترسره کېږي، څو د یادې سیمې لپاره یو منظم او معیاري رغنیز پلان ترتیب او عملي شي.
همداراز، د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انکشافي او ښاري پروژو د تطبیق په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو له همکارۍ مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې ورته زیربنایي او ښاري پروګرامونه به د بامیان ښار په نورو سیمو کې هم دوام ومومي.
توپوګرافي سروې د ښاري پلان جوړونې او زیربنایي پراختیا له مهمو لومړنیو پړاوونو څخه ګڼل کېږي، چې د معیاري ښاري خدماتو، منظمې ودانیزې پراختیا او متوازن ښاري ودې لپاره اساسي تخنیکي معلومات برابروي.
