په بامیان ولایت کې د شپږپنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت د یو فامیلي باغ پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۱:۱۲
picture

1444/11/17

په بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د کورنیو او په ځانګړې توګه د ښځو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا په موخه د کورني باغ په نوم د یوې ټولګټې پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.

په بامیان کې د کور او ښار جوړولو رئیس محترم انجنیر امان الله امان وایي، یاده فامیلي باغ پروژه په نهه جریبه ځمکه کې د شپږپنځوس (۵۶) میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي، چې دوه اساسي برخې لري، یوه برخه یې د حرفه یې زده کړو لپاره چې اووه ښوونیز ټولګي لري او بله برخه یې بازارګوټی دی، چې (20) د لاسي صنایعو هټۍ او د ښځینه وو لپاره یو رستورانت لري.

دغه پروژه د بامیان ولایت پهخ دشت عیسی خان کې پیل شوه، چې مالي لګښت یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ لخوا ور کول کیږي.

بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس ښاغلی امان الله امان وایي، په دغه پروژه کې به د ښځو لپاره د حرفه یي او کوچنیو سوداگریوو زده کړو زمینه برابره شي او دغه راز به د ښځینه قشر لپاره د کاروبار او تفریح یو مصؤن او مناسب ځای وي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په بغلان ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۲
Background image

غزني کې د پښتون اباد د سړکونو او سکورت بازار د کانال پروژې څخه څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پښتون اباد په وحدت سیمه کې د سړکونو جوړولو او د سکورت بازار د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۳:۴۴
Background image

په لغمان کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۶

د لغمان ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په قرغیو ولسوالۍ کې د یو روغتیایي کلینیک له دانیزو چاروو څارنه وکړه. . .

BACK TO NEWS