په ارزګان کې د ولایتي روغتون د دوو تعمیرونو ترمنځ د ګلدان او سړک جوړولو چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۰۶/۱۶
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د ولایتي روغتون د دوو تعمیرونو ترمنځ د ګلدان او سړک د جوړولو د کارونو څارنه ترسره کړه.
ښاغلي ملا ابواحمد وویل، د روغتون د چارو لپاره د عامې روغتیا ریاست غوښتنه شوې وه، چې شنه ساحه او سړک جوړ شي. د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پروژې ډیزاین او برآورد ترسره کړ او وروسته د ودانیز شرکت لخوا کار پیل شو. د ریاست ټیم په دوامداره توګه د ودانیزو کارونو څارنه کوي، او اړوند انجینر ته یې تخنیکي لارښوونې او د اړتیا وړ معلومات ورکړل ترڅو ټولې چارې په ټاکلي وخت او د انجینري اصولو سره سم ترسره شي.
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په یاد ولایت کې د ساختماني پروژو د کیفیت، دوام او معیاري تطبیق مسؤل بنسټ دی، چې ټولې پروژې یې د انجینري اصولو مطابق څارل کېږي.
