هلمند ولایت کې د یتیمانو لپاره د هستوګنیز ښارګوټي جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۵۶
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۱۸

د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د پنځه سوه یتمیانو لپاره عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه د برخمن هستوګنیز ښارګوټي پر جوړولو کار پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل: د خوښۍ احساس کوي چې په هلمند ولایت کې د یتیمو کورنیو لپاره سر پناه جوړوي.

ښاغلي نعماني وویل، په ټول هېواد کې تر ټولو زیاته ستونزه د سر پناوو نه شتون دی، چې په خبره یې د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان کې له ۲،۵ تر ۳ میلیونه نفوس د اوسېدو لپاره سرپناه او مناسب ځای نه لري چې د دې ستونزې د حل لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت د خپل کاري پلان زیاته برخه ځانګړې کړې ده.

د یاد هستوګنیز ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سربېره د اطلاعات او کلتور محترم سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خوا، د هلمند مرستیال والي محترم مولوي محمد نبي حماس، د دغه ولایت امنیه قوماندان محترم مولوي عبدالحکیم مبارک، د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي سید نیک محمد متصم، د هلمند د اطلاعات او کلتور  محترم رئیس حافظ عبدالباري راشد، د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ استازي او ځینو نورو رئیسانو او د ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د یادولو وړ ده، چې  یاد هستوګنیز ښارګوټی په ۲۷۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د لګښت چارې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ خیریه بنسټ په غاړه اخیستې دي، چې نورې چارې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.

 

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د ساختماني شرکتونو د ستونزو په اړه خبرې وشوې

۲۴/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر  محترم الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ښاري چارو له  محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره یو ځای د "اوکسینا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د څه باندې څلوېښت ساحو کروکي او کوردینات په بشپړ ډول راټول شول

۱۴۴۶/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله صادقي اخندزاده وایي، په دې وروستیو کې یې د انکشافي پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

BACK TO NEWS