لوګر کې د صلاح‌الدین ایوبي ښوونځي ته نوې معیاري ودانۍ جوړه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۹:۳۳
لوګر

۱۴۴۶/۱۱/۲۲

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د صلاح‌الدین ایوبي په نوم لومړني ښوونځي زده‌کوونکي به نور د زړو او نا مناسبو ټولګیو پر ځای، په یوه عصري، مجهزه او معیاري ودانۍ کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

لوګر ولایت کې د کور اوښ ار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، یاده ودانۍ چې د یوې نړیوالې مرستندویې مؤسسې په مالي ملاتړ سره جوړه شوې، ټول پرې درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) امریکایي ډالر لګښت راغلی دی.

ښاغلی مولوي زاهد وایي، د ساختماني چارو پیل یې تېر کال شوی و، چې اوس یې چارې په بشپړه توګه پای ته ورسېدې.

نوموړی وایي، یاده ودانۍ ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، یو مجهز د غونډو تالار، کمپیوټر لېب، ساینسي لابراتوار، د لمریزې برېښنا سیستمونه، د اوبو ذخیره، د لاس مینځلو ځایونه، سپورتي میدان، شنه ساحه، پلې لارې، احاطوي دېوال، تشنابونه، غرفې، سپتیک چاټ او نور ضروري ملحقات لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت انجینري مسلکي ټیم د یادې پروژې له پیل څخه تر پایه پورې له ساختماني چارو څخه منظم نظارت کړی، څو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او ساختماني اصولو رعایت باوري شي.

دا پروژه به د زده‌کړې چاپېریال ته ستر مثبت او اغېزمن بدلون راولي او سلګونه ماشومانو ته به د زده‌کړو مناسب فرصتونه برابر کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 ورځې 14 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

په کندوز کې د شمال ختیځ زون د کور او ښار جوړولو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۴/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت او د یاد ریاست د رئیس مولوي عبدالولي ارکاني په لارښوونه، د شمال ختیځ زون (کندوز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ښار کې د سړک د غاړې د ویالو د جوړیدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو  ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د غاړې د ویالو د جوړولو چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

BACK TO NEWS